
یکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم د پاکستان د رسمي خبري اژانس (اې پی پی) (ایسوشی ایټيټډ پریس پاکستان )مرکزي دفتر د لیدنې پر مهال د دغه خبري اژانس له مدیر محمد عاصم کیچي سره لیدلي دي. دواړو لورو د سیمهییزو بدلونونو او د ایران او پاکستان ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې او په دې کې د خبري ملګرتیا پر پراختیا ئې ټینګار وکړ.
په پاکستان کې د ایران سفیر په دغې لیدنې کې د ایرنا او "اې پی پی" ترمینځ د اوږدې ملګرتیا په اړه یادونه وکړه او وې ویل چې دغه اورګانونه له جعلي خبرونو سره په مقابلې کې خورا اغیزمن رول لري.
امیری مقدم د ایران له ملت څخه د پاکستان د خلکو او حکومت د هغه ملاتړ ستاینه وکړه چې د ایران په ضد د اسرائیلو د ۱۲ ورځني تپلي جنګ کې ئې د ایران ملاتړ وکړ.هغه وویل چې دواړه هېوادونه په سختو شرایطو کې د یو بل ښه ملګري دي
د ایران سفیر د سولې د ډیپلوماټیک سیاست پر اهمیت هم ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمینځ د خبري اژانسونو د ملګرتیا ضرورت اړینه وبلله څو د نوو ملګرتیاؤ فرصتونه پیدا شي.
د پاکستان د رسمي خبري اژانس (اې پي پي )مدیر هم د ایران د موقف ستاینه وکړه، په تیره بیا د فلسطین ملاتړ ئې وستایه او وعده ئې وکړه چې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کې به د خبري اژانسونو ملګرتیا نوره هم پیاوړی کړي.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i169206